دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالباقي حقاني: هغوی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له ښوونځیو فارغ...

عبدالباقي حقاني: هغوی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له ښوونځیو فارغ شوي، په درد نه خوري

ویب ډیسک

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقـاني وايي، له هغو زده‌کوونکو څخه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له ښوونځیو فارغ شوي، د هېڅ تمه نه شي کېدای.

نوموړي دا خبرې پرون د پوهنتونونو له استادانو سره په یوه غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې «موږ باید د ښوونځیو لپاره داسې ښوونکي وروزو چې راتلونکی نسل له داسې ارزښتونو سره وروزي چې زموږ په درد وخوري او ترې تمه وکولای شو.»

دا د حقاني لومړنی لانجمن نظر نه دی، بلکې څه موده مخکې یې هم ویلي و چې په افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا لرونکي کسان ارزښت نه لري، خو هغه کسان ارزښت لري چې په مدرسو کې یې دیني زده‌کړې کړې دي.

د تېرو ځلونو په څېر نن هم ټولنیزي رسنۍ ددې څرګندونو ضد غبرګونونو پر سر اخیستي دي، یو شمېر افغانان دداسي کسانو ټاکل د لوړو زدکړو وزارت سپکاوی ګڼي او د لیري کیدلو غوښتنه یې کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه