په کوټه کې له ۲۹۵ ټیوب وېلونو ۲۲۷ ناقانونه؛ عالي محکمې د ټولو ټیوب وېلونو د سروې امر وکړ

0
6

د بلوچستان عالي محکمې په کوټه او شاوخوا سیمو کې د ټولو ټیوب وېلونو د قانوني او ناقانونه حالت معلومولو لپاره د نوې او هر اړخیزې سروې کولو امر کړی دی.

محکمې ته د یوې مقدمې د اورېدنې پر مهال ویل شوي چې په یوه سیمه کې له ۲۹۵ ټیوب وېلونو څخه ۲۲۷ یې د لګولو قانوني اجازه نه لري.

د بلوچستان عالي محکمې مشر قاضي محمد کامران خان ملاخېل او قاضي محمد نجم الدین مېنګل د کوټې اوسېدونکو ته د اوبو رسولو په اړه د یوې اساسي قانوني غوښتنې د اورېدنې پر مهال دا پرېکړه کړې ده.

محکمې د ختیځې کوټې د مرستیال کمېشنر راپور نیمګړی بللی او د اوبو رسولو ادارې ته یې د نوې سروې او د ټولو ټیوب وېلونو د کره شمېر او قانوني حالت معلومولو سپارښتنه کړې ده.

همدارنګه، محکمې د دولتي ټیوب وېلونو د ناقانونه نیولو په اړه د څېړنو او د مسوولو کسانو پر وړاندې د قانوني چلند امر کړی دی.

د اوبو رسولو ادارې چارواکو ویلي چې د خرخسه بند په شاوخوا کې نهه ټیوب وېلونه فعال دي چې د هزاره ټاون ختیځو او لوېدیځو برخو ته یوه ورځ وروسته اوبه رسوي. د چارواکو په وینا، د اختر اباد بند ته نږدې پنځه نور ټیوب وېلونه د برېښنا، نللیکو او نورو اړینو چارو د ناتمامۍ له امله لا نه دي فعال شوي.

بلخوا، د غوښتنلیک ورکوونکي وکیل ویلي چې د هزاره ټاون اوو بلاکونو ته په لږه کچه اوبه رسېږي او د اوبو رسولو منظم سیستم نه لري.

محکمې د زړو او زیانمنو نللیکو د رغولو او بدلولو ترڅنګ، د کوټې او شاوخوا سیمو لپاره د اوبو رسولو د یوې اوږدمهالې طرحې د جوړولو امر هم کړی دی.

کوټه له کلونو راهیسې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ ده. د نفوس ډېرېدل، وچکالي او د ځمکې لاندې اوبو بې‌کچې ایستل د دې ستونزې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دې مقدمې راتلونکې اورېدنه د دسمبر پر ۲۳مه ټاکل شوې، چې اړوندې ادارې به د محکمې د حکمونو د عملي کولو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي.