ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ، زدهکړو او کار د لګېدلو محدودیتونو او د بشري مرستو لپاره د مالي مرستو د کمېدو له امله، د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمن شوی دی. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ، زدهکړو او کار د لګېدلو محدودیتونو او د بشري مرستو لپاره د مالي مرستو د کمېدو له امله، د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدو ګڼې مېرمنې له اړینو روغتیايي خدمتونو څخه بېبرخې کړې دي. دغه راپور د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۲۰مه خپور شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي، چې د افغانستان واکمنو چارواکو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې تر ۱۰۰ ډېرې پرېکړې او فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې د ښځو پر تګ راتګ، زدهکړو او دندې کولو محدودیتونه لګول شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو د پام وړ کمښت هم د ښځو او نجونو وضعیت لا خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بشري مرستو د برخې مشرې، سوفیا کالټورپ، خبرداری ورکړی، چې په اوږدمهال کې ښايي د افغانستان ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې شي.
هغې ویلي، په کونړ کې یې له یوې داسې مېرمنې سره لیدلي، چې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله یې څو ځله خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي.
د نوموړې په وینا، له هغو نارینهوو سره یې هم خبرې کړې، چې د محدودیتونو له امله نه شي کولای له ښځو سره د روغتیايي مرستو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
کالټورپ زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې له هغو مېرمنو سره هم لیدلي، چې د تېر کال له زلزلې وروسته بېځایه شوې او د روان کال په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو او سختو سېلابونو له امله یې یو ځل بیا خپل کورونه پرېښي دي.
د روغتیايي مرکزونو او مرستندویه خدمتونو تړل کېدل
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) او شریکو ادارو د راپور له مخې، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو د کمېدو له امله:
نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي، چې له امله یې له یو میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي.
د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستې لپاره له ۱۹۳ ډېر مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې له یو میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې له اړینو خدمتونو بېبرخې شوې دي.
شاوخوا ۳.۴ میلیونه اړمنې ښځې او نجونې ښايي د پاکو اوبو، حفظالصحې او روغتیا ساتنې خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه له اړمنو مېرمنو سره بېړنۍ نغدي مرستې کوي، د سلا مشورو خدمتونه وړاندې کوي او د کوچنیو کاروبارونو د پیل او پراختیا لپاره روزنیز پروګرامونه برابروي.
خو د دغې ادارې د بشري مرستو د برخې مشرې ویلي، چې دغه مرستې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي او د واکمنو چارواکو د محدودیتونو اغېزې نه شي له منځه وړلای.
هغې د یوې ۲۴ کلنې افغانې مېرمنې کیسه هم شریکه کړې، چې د ۱۸ میاشتو لپاره یې پلار په خپل کور کې ساتلې وه او له بهر وتلو یې منع کړې وه.
د نوموړې په وینا، دغه مېرمن له ناوړه چلند سره مخ وه او ان کله ناکله له خوړو هم بېبرخې پرېښودل کېده. هغې د خپل ژوند په اړه ویلي وو: «داسې احساس کوم، چې ژوند زما لپاره نه دی.»
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوې سیمهییزې ښځینه ټولنې په مرسته داسې روزنیز پروګرام پیل کړی و، چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او له قربانیانو څخه ملاتړ و. د دغه پروګرام له ګډون وروسته د یادې مېرمنې په ژوند کې بدلون راغی او پلار یې ورسره ناوړه چلند پرېښود.
د نجونو د زدهکړو بندیز او د ماشومانو ودونو اندېښنې
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د دغې ادارې په وینا، د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او د میندو د مړینې د کچې د لوړېدو لامل شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې خپلې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ناوړه کړکېچ لرونکی هېواد بللی او ویلي یې دي، چې افغان ښځې اوس د خپل ژوند او بقا لپاره مبارزه کوي.
هغې زیاته کړې، چې د بشري مرستو لپاره د مالي مرستو کمېدو مرستندویه ادارې له سختو پرېکړو سره مخ کړې دي او اړ دي، چې د محدودو سرچینو له امله وټاکي کومو ښځو او نجونو ته مرستې ورسوي او کومې له مرستو بېبرخې پرېږدي.
فرګوسن له ټولو حکومتونو او نړیوالو مرستهکوونکو غوښتي، چې له افغان ښځو او نجونو سره خپل ملاتړ زیات کړي او د بشري مرستو بودیجه د کمولو پر ځای لوړه کړي.
هغې ټینګار کړی، چې د افغان ښځو او نجونو اوسنی وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي.


