ملګري ملتونه: له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې ښځې له بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخ دي

0
23

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه راپور کې ویلي، هغه افغان ښځې چې په وروستیو کلونو کې له ایران څخه افغانستان ته په جبري توګه ستنې شوې، اوس له بېکارۍ، بېوزلۍ، د استوګنې د ځای نشتوالي او ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خبرونو وېبپاڼې د نومبر پر ۲۲مه په خپاره کړي راپور کې د دوو افغان ښځو، زهرا او حوما، د ژوند د ستونزو یادونه کړې ده چې له څو کلونو اوسېدو وروسته له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د راپور له مخې، ۲۸ کلنې زهرا په ایران کې پنځه کاله د یوې زړې ښځې پالنه کوله او له دې لارې یې د ژوند لګښتونه برابرول. نوموړې د قابلګۍ زده کړې هم کړې دي، خو اوس په لوېدیځ افغانستان، هرات کې بېکاره ده او له خپل مور او پلار او خویندو وروڼو سره ژوند کوي.

زهرا له خپل شپږ کلن زوی څخه هم جلا ده چې له خپل پخواني مېړه سره اوسېږي. نوموړې ویلي، کله ناکله د خپل زوی لیدو ته هم نه پرېښودل کېږي او یوازې په میاشت کې دوه ځله ورسره لیدلی شي.

هغې ویلي، ایران ته یې د کډوالۍ لاملونه د طالبانو واک ته رسېدل، خراب اقتصادي وضعیت او د زده کړو له بشپړولو وروسته د کار او ژوند د مناسبو فرصتونو نشتوالی وو.

د راپور له مخې، ۴۴ کلنه حوما هم شپږ کاله په ایران کې اوسېدلې، خو له بېرته ستنېدو وروسته د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابروونکې ده. نوموړې له خپل معلول مېړه سره د خپل اوښي په کور کې په یوه کوټه کې ژوند کوي او د کورونو په پاکولو او د جامو په ګنډلو سره د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

حوما ویلي: «په ایران کې مې ژوند ښه و، خو له بده مرغه په زور وشړل شوو.»

نوموړې زیاته کړې، کله ناکله د اقتصادي ستونزو له امله اړ کېږي چې په کوڅو کې سوال وکړي.

د راپور له مخې، حوما د اپنډېکس د عملیاتو له امله لا هم له دردونو کړېږي او د درملنې لپاره یې له خپل اوښي څخه پیسې پور کړې دي. هغې ویلي چې د درملنې او روغتیايي اړتیاوو لپاره هېڅ ډول ملاتړ نه لري.

له تېرو درېیو کلونو څه باندې ۶.۵ میلیونه افغانان ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوه چارواکي، چارلي ګوډلېک، په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې له ۶.۵ میلیونو څخه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیونه کسان بېرته افغانستان ته تللي دي.

د راپور له مخې، د دغو راستنېدونکو شمېر د افغانستان نفوس تر لس سلنې ډېر زیات کړی او له همدې امله د استوګنې، کارموندنې او عامه خدمتونو پر وړاندې فشارونه زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري د مرستې ترلاسه کوونکو له نیمایي څخه ډېرې ښځې او نجونې دي او ښځې او ماشومان په ګډه د ټولو مرستې ترلاسه کوونکو نږدې ۸۲ سلنه جوړوي.

چارلي ګوډلېک ویلي، راستنېدونکې ښځې او نجونې تر ټولو لومړی د سرپناه او د اوسېدو د مناسب ځای اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د نغدو پیسو مرستې، زده کړې، د کار او عاید سرچینې او د ساتنې خدمتونه هم د دوی له مهمو اړتیاوو څخه دي.

هغه زیاته کړې چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ له لږو شتمنیو سره افغانستان ته راځي او د بیا ژوند د پیل لپاره د خپلو خپلوانو او کوربه ټولنو پر مرستو تکیه کوي.

د مرستو له لارې د کار زمینه برابرېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د هغې د همکارو بنسټونو مرستو د دغو دوو ښځو د ژوند په ښه کېدو کې هم یو څه مرسته کړې ده.

د راپور له مخې، زهرا د یوه همکار بنسټ له لوري د ورپېژندل کېدو وروسته د نغدو پیسو مرستې، حقوقي ملاتړ او رواني او ټولنیزو خدمتونو د ترلاسه کولو جوګه شوې ده.

حوما بیا له ترلاسه شوو پیسو څخه د ګنډلو ماشین اخیستی او اوس په خپل کور کې د جامو په ګنډلو سره عاید ترلاسه کوي.

هغې ویلي، د ګنډلو ماشین په اخیستو سره یې د کار زمینه برابره شوې او اوس له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته کوي. نوموړې زیاته کړې چې د مرستو له پیسو یې د خپلې کورنۍ لپاره وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي هم اخیستي، ځکه دوه میاشتې وړاندې یې کورنۍ د خوړلو لپاره خواړه نه لرل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د چارواکي په وینا، دغه مرستې یوازې د راستنېدونکو د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه دي، بلکې موخه یې دا هم ده چې ښځې وکولای شي په اوږدمهال کې د عاید سرچینې ولري.

نوموړي ویلي، دغه اداره په افغانستان کې د حرفوي زده کړو له ۱۵۰ څخه ډېرې پروژې پر مخ وړي او هڅه کوي چې د شته محدودیتونو سربېره ښځو ته د عاید ترلاسه کولو لارې چارې برابرې کړي.

د راتلونکي په اړه اندېښنې

راپور زیاتوي چې دواړه ښځې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د ژوند د ښه کېدو لپاره د سرپناه، خوراکي توکو، کار او اقتصادي ثبات غوښتنه کوي.

حوما ویلي چې د ژمي لپاره خوراکي توکو، غوړیو او د اوسېدو مناسب ځای ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې زهرا غواړي دنده پیدا کړي، پر ځان بسیا شي او له خپل زوی سره ډېر وخت تېر کړي؛ خو نوموړې د زوی د ساتنې حق ترلاسه کولو ته هیله منده نه ده.

هغې ادعا کړې چې په افغانستان کې محکمې تل د نارینه‌وو په ګټه پرېکړې کوي او له همدې امله د خپل زوی د ساتنې حق ترلاسه کول ورته ستونزمن ښکاري.

حوما هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د راتلونکي ژوند په اړه ډېره اندېښمنه ده.