افغانستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا، د توکو د لېږد رالېږد پر ښه والي او د اورګاډي د بنسټیزو اسانتیاوو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
د دواړو هېوادونو د اورګاډي پټلۍ د چارواکو ترمنځ دغه غونډه د حیرتان په ښار کې شوې، چې مشري یې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اورګاډي پټلۍ ادارې عمومي مشر مولوي عبدالحکیم فاتح او د ازبکستان د اورګاډي پټلۍ ادارې مشر ظفر نظروف کوله.
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د نایبآباد تمځای د پراختیا او پراخولو چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، دواړو لورو له حیرتان څخه مزارشریف ته د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر پر ښه تنظیم او د ورځنیو اورګاډو د تګ راتګ پر زیاتوالي هم هوکړه کړې ده.
د غونډې پر مهال د افغان اورګاډي کارکوونکو او تخنیکي کارپوهانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر پیل هم پرېکړه شوې ده.
د چارواکو په وینا، د اورګاډي له لارې د توکو د لېږد کچه له دې وړاندې هم لوړه شوې او د نویو پرېکړو موخه د سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت نور هم زیاتول دي.
د حیرتان او مزارشریف ترمنځ شاوخوا ۷۵ کیلومتره اوږده د اورګاډي پټلۍ افغانستان له ازبکستان او د منځنۍ اسیا له سوداګریزو لارو سره نښلوي. د دې لارې له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي، تېل، ودانیز توکي او نور اړین توکي لېږدول کېږي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډي په برخه کې دا هوکړه په داسې حال کې شوې چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټي لارو د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.


