نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳ سلنه وده وکړي، خو د نفوس د چټکې زیاتېدنې، بېکارۍ، لوږې او د اوبو د کمښت له امله د خلکو د ژوند اقتصادي وضعیت لا هم له ستونزو سره مخ دی.
دغه څرګندونې نړیوال بانک د نومبر پر ۱۸مه په خپل نوي راپور کې کړې دي، چې د ۲۰۲۶ کال د مني د افغانستان د پرمختګ راپور نوم لري.
د راپور له مخې، د افغانستان اقتصادي وده تر ډېره د کرنې او ښو حاصلاتو پایله ده، خو د نفوس چټک زیاتوالی د دې ودې اغېز کم کړی دی. اټکل کېږي چې د هېواد نفوس به په ۲۰۲۶ کال کې ۶.۶ سلنه زیات شي، په داسې حال کې چې اقتصادي وده یوازې ۳ سلنه ده.
له همدې امله، د هر وګړي کلنی عاید ۳.۳ سلنه راټیټېږي. دا درېیم پرلهپسې کال دی چې په افغانستان کې د سړي سر عاید کمېږي.
راپور زیاتوي، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې مزدورانو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه لږې کاري ورځې لرلې. دغه راز، د یوې اوونۍ په مزدورۍ یې د تېر کال په پرتله ۲۷ سلنه لږ اوړه اخیستلای شول، چې د خلکو د پېرلو د وړتیا د کمېدو څرګندونه کوي.
د خوړو د خوندیتوب په برخه کې هم وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر کې نږدې ۱۵.۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ وو.
د راپور له مخې، د افغانستان دولتي عواید د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰.۲ سلنه زیات شوي، خو د پرمختیايي پروژو لپاره د لګښتونو کچه لا هم ټیټه ده.
نړیوال بانک وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله اوس د افغانستان ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ اسیا او ایران له لارې هېواد ته لېږدول کېږي. همدارنګه، د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.
په راپور کې د اوبو کمښت هم یوه جدي ننګونه بلل شوې ده. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځني ډول ۴.۹ میلیارده مکعب متره تازه اوبه له لاسه ورکوي.
راپور خبرداری ورکوي چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د طبیعي سرچینو له لارې د بېرته پوره کېدو په پرتله څلور چنده په چټکۍ ایستل کېږي.
د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان ۴۶ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه هم په همدې برخه کې لګول کېږي؛ له همدې امله د اوبو کمښت د کرنې او د خلکو پر اقتصادي ژوند مستقیم اغېز لرلای شي.
نړیوال بانک اټکل کوي چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ سلنه او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنه وده وکړي، خو سره له دې به په ۲۰۲۸ کال کې د هر وګړي عاید د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۷ سلنه ټیټ وي.
دغه بانک سپارښتنه کړې چې افغانستان باید د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پراخې کړي، د کار زمینه برابره کړي، د اوبو د زېرمه کولو او مدیریت سیستم پیاوړی کړي او ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار فرصتونه برابر کړي.


