د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ کمېټې په یوه غونډه کې د نومبر پر ۱۹مه په ټول بلوچستان، په ځانګړي ډول کوټه ښار کې د بشپړ هړتال او سولهییزو لاریونونو د چمتووالي ارزونه کړې ده.
غونډه د ګوند د صوبايي مشر نصرالله خان زېرې په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د هړتال او لاریون د بریالي کولو لپاره پر بېلابېلو ګامونو خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو له ټولو سیمهییزو، ضلعي او بنسټیزو څانګو له مسوولینو او غړو، په ځانګړي ډول د پښتونخوا زدهکوونکو سازمان له غړو غوښتي چې د نومبر ۱۹مې د هړتال د بریالي کولو لپاره خپلې سیاسي او تنظیمي هڅې پراخې کړي.
همداراز پرېکړه شوې چې له سوداګریزو ټولنو، د دوکاندارانو له اتحادیو او سوداګرو سره دې اړیکې ونیول شي او هغوی دې په هړتال او سولهییزو لاریونونو کې ګډون ته وهڅول شي.
د ګوند په وینا، په پښتونخوا وطن کې د ناامنۍ، ترهګرۍ، د پیسو لپاره د خلکو تښتولو او نورو جرمونو زیاتوالی، د خلکو د ژوند او شتمنیو خوندیتوب او د ملي او ولسي حقونو دفاع ګډې مبارزې ته اړتیا لري.
په غونډه کې ټینګار شوی چې ټولې سیاسي، ولسواکې او ولسي ډلې باید د امنیت ټینګښت، د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو لپاره ګډ دریځ او هڅې ولري.
ګوند ویلي، چې د ټولو ګوندونو د ګډې پرېکړې له مخې به د نومبر ۱۹مې د هړتال او سولهییزو لاریونونو د بریالي کولو لپاره له خپلو غړو او خلکو سره یوځای هڅې وکړي.


