پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند: د کېسکو په ۲۸۰۰ بستونو وېش کې سوېلي پښتونخوا له پامه غورځول شوې، د احتجاج ګواښ

0
34

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د کوټې برېښنا رسونې شرکت (کېسکو) له لوري د فدرالي کارموندنې اسانتیا مرکز له لارې د اعلان شویو ۲۸۰۰ بستونو په وېش کې د سوېلي پښتونخوا د ډېری ولسوالیو د نه شاملولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه ګوند د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، چې د یادو بستونو په وېش کې د بلوچستان له شاوخوا ۱۶ ولسوالیو څخه یوازې دوه پښتني ولسوالۍ شاملې شوې دي او د سوېلي پښتونخوا ډېری ولسوالۍ له دې بهیره پاتې شوې دي.

د ګوند په وینا، د بستونو دا ډول وېش د سیمې له بې‌روزګاره ځوانانو سره نابرابري ده او د هغوی د کارموندنې فرصتونه محدودوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سوېلي پښتونخوا له اقتصادي ستونزو او بې‌روزګارۍ سره مخ ده او ګڼ شمېر لوستي ځوانان د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له دندو بې‌برخې دي.

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند له فدرالي حکومت، د انرژۍ وزارت او د کېسکو له چارواکو غوښتي، چې د ۲۸۰۰ بستونو اوسنی وېش، مرکې او د ګومارنې نور پړاوونه ودروي او د ټولو ولسوالیو د وګړو شمېر، اړتیاوو او حقونو ته په پام سره یې له سره په عادلانه توګه ووېشي.

ګوند همداراز ویلي، چې په بلوچستان رایز پروژې کې د ۱۷ میلیارده روپیو له بودیجې څخه هېڅ یوه پښتني ولسوالۍ ته ونډه نه ده ورکړل شوې او په ولایتي پرمختیايي پروګرامونو کې هم د سوېلي پښتونخوا ولسوالۍ له خپلې ونډې بې‌برخې پاتې دي.

یاد ګوند خبرداری ورکړی، که فدرالي حکومت او اړوندې ادارې د بستونو په وېش کې د سیمې غوښتنې ونه مني، نو د پرېکړې پر ضد به احتجاجي لړۍ پیل کړي او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره به له قانوني او ولسواک لارو کار واخلي.