د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.
د یونیسف د اکتوبر د ۱۵مې نېټې د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې به شاوخوا یو میلیون او ۹۰ زره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته وي، چې د ۲۰۲۶ کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، نږدې درې میلیونه ماشومان به له منځنۍ کچې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د هغو ولایتونو شمېر چې د خوارځواکۍ کچه پکې جدي ده، په ۲۰۲۵ کال کې اووه، په ۲۰۲۶ کال کې لس او په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۴ ولایتونو ته ورسېږي.
یونیسف وايي، د خوړو او پاکو اوبو کمښت، د نس ناستې او شري ناروغیو خپرېدل او د مرستندویه توکو د لېږد په برخه کې ستونزې د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
د راپور پر بنسټ، د شپږو میاشتو او دوو کلونو ترمنځ یوازې درېیمه برخه ماشومان د ودې لپاره اړین او مناسب خواړه ترلاسه کوي او نږدې نیمايي کورنۍ پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري.
همدارنګه، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به نږدې ۱.۳ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې هم له خوارځواکۍ سره مخ شي.
یونیسف او د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان ټینګار کړی، چې د مرستو لپاره د دوامدارې بودیجې برابرول اړین دي، څو د ماشومانو د درملنې، روغتیايي خدمتونو، خوړو او پاکو اوبو د برابرولو چارې روانې وساتل شي.


