د یونان په اوبو کې د کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۲۰ کسان مړه شوي

0
29

د یونان چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د کریتا ټاپو سوېل ته په سمندري اوبو کې د کډوالو په دوو کښتیو کې د پېښو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ژغورل شوي دي.

د چارواکو په وینا، په یوه کښتۍ کې د اتو او په بله کې د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي.

تر اوسه د قربانیانو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.