الفلاح بانک په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه بند کړل

0
35

الفلاح بانک له شاوخوا ۲۱ کلونو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي خدمتونه بند کړي او د دغه بانک شتمنۍ او فعالیتونه غضنفر خصوصي بانک ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د شنبې په ورځ د الفلاح بانک د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی چې د شتمنیو د پلور تړون د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۵مه د افغانستان او پاکستان د اړوندو څارونکو ادارو تر تایید وروسته وروستی شوی دی.

د بانک په وینا، په افغانستان کې یې ټول بانکي فعالیتونه درولي او د نافذه اصولو له مخې به د خپلو څانګو د تړلو چارې هم بشپړې کړي.

الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې خپله لومړنۍ څانګه پرانیستې وه او وروسته یې خپل فعالیتونه هرات ښار ته هم وغځول.

دغه بانک په افغانستان کې پخوا دودیز او اسلامي بانکي خدمتونه وړاندې کول.