غزه کې سختو بارانونو زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان له نويو ستونزو سره مخ کړي

0
40

په غزه کې د سختو بارانونو له امله د هغو فلسطینیانو زرګونه خېمې زیانمنې شوې دي چې د اسرائیلو د بریدونو له کبله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د باران اوبه د بې‌ځایه شویو خلکو خېمو او سړکونو ته ننوتلې دي او په ځینو سیمو کې یې لنډمهاله پنډغالي له اوبو ډک کړي دي. یو شمېر کورنیو د خوندي ځایونو په موندلو سره خپل توکي او د کورنۍ غړي لېږدولي، خو ځینو نورو بیا په لوښو او سطلونو له خېمو د اوبو ایستلو هڅې کړې دي.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر ویلي، په تېرو ۱۲ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰ زره خېمې د باران له اوبو اغېزمنې شوې دي، چې له امله یې لسګونه زره بې‌ځایه شوي کسان له ستونزو سره مخ دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې هم ویلي، د مرستې غوښتلو لپاره ورته د بې‌ځایه شویو خلکو ګڼې اړیکې نیول شوې دي.

بل لور ته، د ښاروالۍ او ملکي دفاع چارواکو ویلي، د تېلو د سخت کمښت او د اړینو وسایلو د ویجاړېدو له امله د بارانونو له کبله رامنځته شویو ستونزو ته پر وخت رسېدنه نه شي کولای.

د چارواکو په وینا، د جګړې پر مهال د اوبو ایستلو ماشینونه، بلدوزرونه او د ملکي دفاع سلګونه موټرونه ویجاړ شوي دي.

د غزې د بنسټیزو تاسیساتو د پراخې ویجاړۍ له امله د سیمې ډېری اوسېدونکي لا هم په خېمو کې ژوند کوي او دا مهال له درېیم ژمي سره په داسې حال کې مخ دي چې د سرپناه او لومړنیو مرستو له کمښت سره مخ دي.

د راپور له مخې، په غزه کې له دوه میلیونو ډېر اوسېدونکي د جګړې له امله اغېزمن شوي او د سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.