په تورخم کې افغانې کورنۍ ته د خپل خر او سپي د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې

0
18

د تورخم پر لار پاکستاني ګمرکي چارواکو یوې افغانې کورنۍ ته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د خپل خر او سپي د لېږد اجازه نه ده ورکړې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغې کورنۍ خپل خر او سپی په یوه ګاډي کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له ځان سره افغانستان ته یوسي، خو د تورخم په صادراتي ترمینل کې ګمرکي چارواکو د دواړو څارویو د اصليت اسناد ترې غوښتي دي.

سرچینې وايي، چارواکو کورنۍ ته ویلي چې د اړینو قانوني اسنادو له وړاندې کولو پرته د څارویو لېږد اجازه نه لري.

تر اوسه څرګنده نه ده چې یادې کورنۍ د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره اقدام کړی او که یې خپل څاروي په پاکستان کې پرېښي دي.

پاکستاني ګمرکي چارواکو هم په دې اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې.