محسن رضايي: د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ګډه غونډه به د سیمه‌ییز اتحاد د عملي جوړېدو پیل وي

0
42

د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي وايي، په تهران کې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د چارواکو په څلور اړخیزه غونډه کې هوکړه شوې چې د سیمې امنیت باید د سیمه‌ییزو هېوادونو له خوا، له بهرني لاسوهنې پرته، تأمین شي.

رضايي د ایران دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې دا غونډه به د سیمه‌ییزې همکارۍ او یووالي د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو پیل وي.

د نوموړي په وینا، ګډونوالو ټینګار کړی چې اسراییل باید له سویلي لبنان، سویلي سوریې، غزې او د اردن سیند له لوېدیځې غاړې څخه خپل ځواکونه وباسي.

په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډمارشال عاصم منیر، د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان او د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالن هم ګډون درلود. دغو چارواکو په تهران کې له ایراني چارواکو سره پر بېلابېلو سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.