روسیه د افغانستان واکمن حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅې کوي

0
57

د الجزیرې د راپور له مخې، روسیې د افغانستان د واکمن حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د راپور له مخې، د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره لیدلي دي. همداراز، د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین کابل ته تللی، څو د افغانستان د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق سره خبرې وکړي.

راپور زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي افغانان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان وو.

پاکستان ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو د افغانستان واکمن حکومت دا تور ردوي.

د شنونکو په وینا، د روسیې د اندېښنې یو مهم لامل د داعش خراسان ډلې ګواښ دی، خو مسکو ښايي د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافونو په هواري کې له ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د مسکو او کابل اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ سوداګري دوه برابره شوې ده.