بونیر او چارسده کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۸ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي

0
50
mockups-design.com

د خیبر پښتونخوا په بونیر او چارسده ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې اته کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د ویاند بلال فیضي د معلوماتو له مخې، د اکتوبر په ۱۶مه د بونیر په باباجي کنډاو سیمه کې د مسافرو یو هایس موټر چپه شوی، چې له امله یې شپږ کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د پنځو امبولانسونو او ۲۰ کارکوونکو په مرسته یې د ژغورنې چارې ترسره کړې دي. مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د پېښې د لامل، د مړو او ټپیانو د هویت او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته، د چارسدې پر ترناب سړک د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.

د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، درې ماشومان د یوه ټرک لاندې شوي وو، چې وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې پېښه کې پنځه کلن مبین، د فرهادالله زوی، او یوولس کلن سیف الله، د شېرولي زوی، مړه شوي دي. همداراز، څوارلس کلن یاسین، د فرهادالله زوی، سخت ټپي شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، مبین او یاسین د ګلشن اباد د خټ کورونو سیمې اوسېدونکي وو، خو سیف الله د نوښار د خېشګي سیمې اوسېدونکی و.