د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هوکړه لاسليک شوي

0
85
Afghanistan and United States flags together realtions textile cloth fabric textur

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغان ـ امریکايي سوداګرۍ خونې ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکټور د پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوې ده.

د هوکړې له مخې، دواړه ادارې به د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د پېژندنې، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو او د معلوماتو د شریکولو په برخو کې ګډ کار کوي.

د افغان ـ امریکايي سوداګرۍ خونې مشر جیفري ګریکو ویلي، امریکايي شرکتونه په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، د پانګونې له فرصتونو سره لېوالتیا لري.

په همدې تړاو، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر سید کریم هاشمي نوموړي ته په کابل کې د امام ابوحنیفه پنځمې ملي او نړیوالې سوداګریزې نندارتون ته د ګډون بلنه ورکړې، چې د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د جوړېدو لپاره پلان شوې ده.

د هوکړې له مهمو موخو څخه د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کول، د ټکنالوژۍ او مدیریتي تجربو شریکول او د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو ملاتړ یاد شوي دي.

دواړه لوري تمه لري چې د دې هوکړې په چوکاټ کې به ګډ سوداګریز نندارتونونه، د سوداګرو د نښلولو پروګرامونه، د پانګونې پلاوو تګ راتګ او د سوداګریزو معلوماتو تبادله هم ترسره شي.

د راپور له مخې، د هوکړې د عملي کېدو پر وړاندې د نړیوال بانکي نظام ستونزې او نورې سوداګریزې ننګونې لا هم له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.