افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه؛ کندهار، خوست او پکتیا کې چاودنې

0
101

د افغانستان په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ د شپې د درنو چاودنو او احتمالي هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کندهار د ځایي چارواکو په وینا، د شپې شاوخوا درې بجې د دغه ولایت په یوه غرنیزه سیمه کې یو هدف په نښه شوی دی. د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي چې د کندهار ښار د نهمې ناحیې په یوه غیرمسکوني سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ځايي سرچینې وايي، له پېښې وروسته په سیمه کې لوګي او اور لیدل شوي، خو د برید د دقیق هدف په اړه لا بېلابېل معلومات خپرېږي.

په ورته وخت کې، د خوست د صحراباغ سیمې ته څېرمه او د پکتیا په ځینو برخو کې هم د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تر اوسه په دغو دوو ولایتونو کې د احتمالي بریدونو د هدف او زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

بل لوري ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې پاکستان د سپټمبر په ۲۳مه په افغانستان کې لس ځایونه د هوايي او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي. د هغه په وینا، دغه ځایونه د هغو ډرونونو د ساتلو او توغولو لپاره کارېدل چې پاکستان یې د خپلې خاورې پر ضد د بریدونو په تړاو یادوي.

پاکستان ادعا کړې چې دغه عملیات یې د خپل دفاع په موخه ترسره کړي، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت له دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونه د هېواد د حاکمیت خلاف بللي دي.

تر دې دمه د کندهار، خوست او پکتیا د تازه پېښو په اړه د مرګ‌ژوبلې او مالي زیان بشپړ او خپلواک تایید نه دی شوی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا تازه پېښې په داسې مهال رامنځته کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل د امنیتي پېښو په تړاو تورونه لګوي.