د کابل په یوه روغتون کې د ناروغ له معدې څخه شاوخوا ۳۰ مېخونه ایستل شوي

0
32

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د اندوسکوپي څانګې ډاکترانو د یوه ناروغ له معدې څخه شاوخوا ۳۰ مېخونه په بریالیتوب ایستلي دي.

د روغتون د معلوماتو له مخې، عصمت‌الله نومي ناروغ په تېرو څو ورځو کې دغه مېخونه تېر کړي وو. د متخصصې ډلې له لوري د اندوسکوپي په وسیله ټول مېخونه له معدې څخه وایستل شول.

د روغتون په وینا، د مېخونو په ایستلو سره د ناروغ د احتمالي جدي روغتیايي ستونزو او نورو عوارضو مخه ونیول شوه.