په مدینه منوره کې ۱۱۰ میلیونه ټنه یورانیم لرونکې معدني زیرمې موندل شوې

0
21

د سعودي عربستان چارواکي وایي، د مدینې منورې په سیمه کې شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ټنه خام معدني مواد موندل شوي چې په ترکیب کې یې یورانیم او نادر معدني عناصر هم شامل دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان دغه څرګندونه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د عمومي کنفرانس پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي، د مدینې په جبل صاید پروژه کې د کیندنو او ځمکپوهنیزو څېړنو پر مهال د دغو زیرمو شتون اټکل شوی دی.

د سعودي چارواکو په وینا، په یادو زیرمو کې یورانیم او ځینې نادر معدني توکي هم شته.