د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې ویلي، چمتو ده چې له پاکستانه د ایستل کېدونکو افغان زدهکړیالانو لپاره په هېواد کې دننه د زدهکړو د دوام په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان له خوا د یو شمېر افغان زدهکړیالانو د اجباري ایستلو له امله د هغوی د زدهکړو د دوام موضوع له ستونزو سره مخ شوې ده.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د دغو زدهکړیالانو لپاره په هېواد کې دننه د زدهکړو د دوام او برابرولو ژمنه کړې ده.
اتحادیې زیاته کړې چې د لوړو زدهکړو وزارت سره په همغږۍ به په ټول هېواد کې خصوصي پوهنتونونه د یادو زدهکړیالانو د تحصیلي اړتیاوو د پوره کولو او د زدهکړو د دوام لپاره لازمې اسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي.
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې ویلي، د دغو زدهکړیالانو د زدهکړو د دوام لپاره به هر اړخیزه همکاري وکړي.


