د افغانستان د بغلان ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي دي.
د کرنې ریاست اټکل کوي چې سږ کال به د بغلان له مڼو بڼونو څخه شاوخوا ۷۴ زره او ۷۹۴ مټریک ټنه حاصل راټول شي.
د چارواکو په وینا، اوس مهال په بغلان کې پر څه باندې ۱۷۵۰ هکټاره ځمکه د مڼو بڼونه جوړ شوي دي. د معیاري بڼوالۍ طریقو پلي کول، د اصلاح شوو مېوهلرونکو نیالګیو کارول او د بڼوالو د تجربو زیاتېدل د مڼو د حاصلاتو د لوړوالي له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
تېر کال په بغلان کې پر شاوخوا ۱۷۱۱ هکټاره ځمکه د مڼو بڼونه موجود وو چې له دغو بڼونو څخه شاوخوا ۶۶ زره او ۴۸۰ مټریک ټنه مڼې ترلاسه شوې وې.
د دواړو کلونو د شمېرو له پرتله کولو سره، سږ کال د مڼو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي.
د بغلان د بېلابېلو ولسوالیو بڼوال هم وايي، چې د معیاري بڼوالۍ له طریقو سره بلدتیا، د تېرو کلونو تجربې او د اصلاح شوو نیالګیو کارول د حاصلاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.
بلخوا، د بغلان د کرنې ریاست وايي چې د بڼوالو او بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په موخه یې تر دې دمه د مڼو اووه سړې خونې او د پیازو او کچالو لپاره له ۳۵۰ ډېرې ذخیرهخونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
مسوولین هیله لري چې د سړو خونو او ذخیرهخونو له پراختیا سره به بزګران وکولای شي خپل محصولات د حاصلاتو له موسم وروسته هم وساتي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.


