د ایران او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ۶۰ ورځنی مهلت پای ته ورسېد

0
65

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د هوکړې لپاره ټاکل شوی ۶۰ ورځنی مهلت پای ته رسېدلی، خو دواړه لوري لا هم د اختلافاتو د هواري لپاره ګډ دریځ ته نه دي نږدې شوي.

د راپورونو له مخې، د جون په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایران ترمنځ په شوې لنډمهالې هوکړه کې د پوځي عملیاتو درول، د هرمز تنګي پرانیستل او د دایمي سولې لپاره د یوې هوکړې هڅې شاملې وې.

خو څو اوونۍ وروسته هوکړه له ستونزو سره مخ شوه. د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د خبرو پر سر لا هم د پام وړ اختلافونه شته.

راپورونه وايي، امریکا له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو او یا د پوځي فشار د زیاتولو له سختو انتخابونو سره مخ ده، په داسې حال کې چې ایران هم پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي او تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي څرګندې نښې نه لیدل کېږي.