په کورمه کې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې ځنډ

0
72

د خیبر پښتونخوا ایالت د مرکزي کورمې د منټو سیمې قومي مشرانو اندېښنه ښودلې چې د امنیتي عملیاتو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شویو یو زر او ۶۶۱ کورنیو ته ټاکل شوې ۲۵ زره پاکستانۍ روپۍ مرسته لا هم نه ده ورکړل شوې.

د قومي مشرانو په وینا، یادې کورنۍ له امنیتي عملیاتو وروسته له خپلو کورونو او د عاید له سرچینو بې‌ځایه شوې دي. دوی وایي، د دغو کورنیو د ګوتو نښې ثبت او د معلوماتو کره کول بشپړ شوي، خو مالي مرسته یې لا نه ده ترلاسه کړې.

دوی زیاتوي چې د مرستو په ورکړه کې اوږده ځنډ د بې‌ځایه شویو کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې او ګڼې کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

قومي مشرانو د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر، اعلی منشي، د پېښور قول اردو له قوماندان او ځايي ادارې غوښتي چې د یادو کورنیو د پاتې مرستو د ژر ورکړې لپاره اقدام وکړي.

هغوی خبرداری ورکړی چې که مرستې ژر ورنه کړل شي، د اعتراضونو ترڅنګ به لویه لار هم وتړي.