پاکستان په سوریه کې د اسرائیلو برید وغانده

0
66

پاکستان د سوریې په ادلب ولایت کې پر ابو الظهور هوايي اډې د اسرائیلي ځواکونو برید په کلکه غندلی او هغه یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ډول پاروونکي اقدامات په سیمه کې د سولې او ثبات د لا کمزوري کېدو لامل کېدای شي.

پاکستان له سوریایي ولس سره خپل ملاتړ څرګند کړی او د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا، واکمنۍ، سولې او سوکالۍ څخه یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اسلام‌اباد له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د اسرائیلي ځواکونو د نړیوالو قوانینو د پرله‌پسې سرغړونو د پای ته رسولو لپاره خپل رول ولوبوي.