پاکستان د یونیسکو د نړۍوالو تاریخي او فرهنګي ځایونو په لنډمهالي نوملړ کې د ۱۲ نورو ځایونو له شاملولو سره د دغه نوملړ شمېر له ۲۵ څخه ۳۷ ته لوړ کړی دی.
په نویو ورزیاتو شویو ځایونو کې د پېښور ګور کټري، د سوات بزیرا ـ بریکوټ، د باماله بودایي ټولګه، د سند کوټ ډیجي کلا او د کالاش درې فرهنګي سیمه شامل دي.
دغه ځایونه د روان کال په درېیو پړاوونو کې نوملړ ته ور زیات شوي دي. د دغو ځایونو په شاملېدو سره د پاکستان لرغوني، اسلامي، بودایي او سیمهییزو فرهنګي ارزښتونو ته په نوملړ کې لا پراخه ځای ورکړل شوی دی.
پاکستان اوس مهال د یونیسکو د نړۍوالو تاریخي او فرهنګي ځایونو په اصلي نوملړ کې شپږ ځایونه لري. سربېره پر دې، د خیبر پښتونخوا د رانیګټ لرغونځای او د سند د بنبهور بندر د لومړنۍ ارزونې غوښتنه هم شوې ده.
د یونیسکو لنډمهالی نوملړ هغه ځایونه رانغاړي چې هېوادونه یې په راتلونکي کې د نړۍوالو تاریخي او فرهنګي ځایونو په اصلي نوملړ کې د شاملېدو لپاره وړاندیزولی شي.


