راپور: داود جبارخیل
په رسنیز ډګر کې فعاله خبریاله، ویانده او چمتوکوونکې صوفیا محمدزۍ له سرطان ناروغۍ سره تر څو کلنې مبارزې وروسته، د اګست ۱۲مه په یوه روغتون کې د دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
صوفیا محمدزۍ څو کاله په سلاموطندار راډیو کې د خبریالې، ویاندې او چمتوکوونکې په توګه دنده ترسره کړې وه. نوموړې د خپلې رسنیزې دندې پر مهال په بېلابېلو برخو کې فعالیت کړی او د هڅاند، ژمنې او مسوولې خبریالې په توګه یې په رسنیز ډګر کې نوم او ځای پیدا کړی و.
د معلوماتو له مخې، کله چې د نوموړې ناروغي سخته شوه، د هغې ملګرو او رسنیزو همکارانو د درملنې د لګښتونو د برابرولو لپاره د مالي مرستو کمپاین هم پیل کړی و.
د صوفیا محمدزۍ مړینه د هغې کورنۍ، دوستانو او رسنیزو همکارانو لپاره ستره ضایعه بلل کېږي.
د خدای بښلې روح دې ښاد وي، جنت دې نصیب او کورنۍ، دوستانو او رسنیزو همکارانو ته دې الله تعالی د زړه صبر ورکړي.


