جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان کې د لرګیو او ځنګلي محصولاتو پر لېږد ۹۰ ورځنی بندیز...

بلوچستان کې د لرګیو او ځنګلي محصولاتو پر لېږد ۹۰ ورځنی بندیز ولګېد

د بلوچستان حکومت په ټول ایالت کې د لرګیو او نورو ځنګلي محصولاتو پر لېږد، انتقال او وېش د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی. دغه بندیز د جزا قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې نافذ شوی او سمدستي عملي شوی دی.

د ایالت د کورنیو چارو ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بندیز به د بلوچستان په ټولو ولسوالیو کې نافذ وي.

د کورنیو چارو اضافي مشر محمد حمزه شفقت ویلي، د دې پرېکړې موخه د لرګیو د ناقانونه پرې کولو او قاچاق مخنیوی، د ځنګلونو ساتنه او د طبیعي زېرمو دوامداره ګټه‌اخیستنه ده. د هغه په وینا، دغه لنډمهالی بندیز به له اړوندو ادارو سره مرسته وکړي چې د ځنګلونو د ساتنې چارې لا پیاوړې کړي.

چارواکو خبرداری ورکړی، چې د بندیز له سرغړوونکو سره به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو نافذو قوانینو له مخې قانوني چلند وشي. همدارنګه د کورنیو چارو ریاست څرګنده کړې، چې د بندیز په موده کې به د لرګیو لېږدوونکو وسایطو لپاره هېڅ پخوانۍ اجازه‌لیک، تګ‌پاڼه یا بل جواز د منلو وړ نه وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې که د عامه ګټې یا اړینو حکومتي اړتیاوو له امله استثنا ته اړتیا پېښه شي، نو یوازې د کورنیو چارو ریاست له مخکېنۍ لیکلې اجازې وروسته به اجازه ورکول کېږي.

د بلوچستان حکومت ټولو سیمه‌ییزو ادارو او امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د دغه بندیز د بشپړ پلي کېدو ډاډ ترلاسه کړي. د حکومت په وینا، دا ګام د ځنګلونو د ساتنې، د لرګیو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي او د طبیعي زېرمو د خوندي ساتلو لپاره مهم دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه