د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزی سره د آزاد کشمیر د یوه پلاوي لیدنه کړې ده.
د جموں او کشمیر ډیموکراټیک ګوند مشرې اډوکېټ نبیله ارشاد د پلاوي مشري کوله. د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې اسد قیصر، شهرام ترکئی، عاطف خان او اخوندزاده حسین یوسفزی هم ګډون درلود.
محمود خان اڅکزی د خبرو پر مهال ویلي، د آزاد کشمیر خلکو د کشمیر د مسئلې او خپلو ولسي او ملي حقونو لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. هغه زیاته کړې چې د اوسني وضعیت د حل لپاره باید زغم، سیاسي تدبر او متقابل درناوی خپل کړل شي.
هغه له ټولو سیاسي اړخونو او حکومتي استازو وغوښتل چې له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي او د مانادارو خبرو اترو د پیل لپاره دې د باور جوړونې بېړني ګامونه پورته شي.
اڅکزی همدارنګه غوښتنه کړې چې د ایکشن کمېټې د غړو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه، د فورت شیډول په ګډون، لرې کړل شي او د هغوی پر تګ راتګ وضع شوي بندیزونه پای ته ورسېږي.
نوموړي له ایکشن کمېټې څخه هم غوښتي چې د جون پر ۲۳مه اعلان شوي اوږد لاریون په اړه له سره غور وکړي.
د اپوزیسیون مشر ویلي، ټول لوري باید له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ټکر او تاوتریخوالي لامل ګرځي. هغه د محرم الحرام د سپېڅلتیا په پام کې نیولو سره د زور کارولو پر ځای د خبرو اترو پر لاره ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې په آزاد کشمیر کې د خوراکي توکو، درملو، نفتي موادو او نورو اړینو توکو رسد په منظم ډول یقیني شي.


