چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان حکومت د کوچنیو دوکاندارانو لپاره د ټاکلې مالیې نوی تګلاره...

د پاکستان حکومت د کوچنیو دوکاندارانو لپاره د ټاکلې مالیې نوی تګلاره اعلان کړه

د پاکستان فدرالي حکومت د کوچنیو دوکاندارانو لپاره د ټاکلې مالیې نوې تګلاره اعلان کړې، چې موخه یې د مالیو راټولول اسانه کول او لا ډېر سوداګر د مالیې په چوکاټ کې شاملول دي.

د پاکستان فدرالي حکومت د کوچنیو دوکاندارانو لپاره د ټاکلې مالیې نوې تګلاره اعلان کړې، چې موخه یې د مالیو راټولول اسانه کول او لا ډېر سوداګر د مالیې په چوکاټ کې شاملول دي.

د خزانې وزیر محمد اورنګزیب او د خزانې د چارو وزیر بلال اظهر کیاني په ګډه خبري غونډه کې وویل، دا تګلاره د سوداګرو له ټولنو او استازو سره تر سلا مشورو وروسته جوړه شوې ده.

د دوی په وینا، دا تګلاره به پر هغو دوکاندارانو پلې کېږي چې کلنی راکړه ورکړه یې تر شلو کروړو روپیو کمه یا برابره وي. د دې له مخې به د کلني کاروبار له ارزښت څخه یو سلنه مالیه اخیستل کېږي، او هغه مالیه چې مخکې ترې ګرځول شوې وي، په همدې حساب کې به شامله شي.

بلال اظهر کیاني وویل، هر دوکاندار به لږ تر لږه پنځه ویشت زره روپۍ مالیه ورکوي، خو د لوی کاروبار لرونکي به د خپلې راکړې ورکړې له اندازې سره سم یو سلنه مالیه پرې کوي.

هغه زیاته کړه چې د مالیې ورکولو لپاره به یو ساده فورم چمتو کېږي چې دوکانداران به پکې د خپل کلني کاروبار مالومات ثبتوي.

محمد اورنګزیب وویل، حکومت غواړي د مالیو نظام لا عادلانه او اغېزناک کړي. نوموړي زیاته کړه چې د اصلاحاتو ترڅنګ د نوې ټکنالوژۍ له لارې هم د مالیو د راټولولو بهیر د ښه کولو هڅې روانې دي.

هغه وویل، د مالیې د کچې له لوړولو څخه زیات اړین کار دا دی چې د مالیې ورکوونکو شمېر ډېر شي، څو د مالیو بار په عادلانه ډول ووېشل شي. د نوموړي په وینا، معاش‌اخیستونکي او شاوخوا دېرش تر څلوېښت لکو پورې کوچني دوکانداران د دې بهیر مهمه برخه جوړوي.

د خزانې وزیر همداراز وویل چې د سیمې د وروستیو کړکېچونو سره سره پاکستان د خپلو وارداتو لګښتونه له خپلو سرچینو پوره کړي او د بهرنیو مرستو غوښتلو ته اړتیا نه ده پېښه شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه