د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، خلک دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي، ځکه افغانستان د تاريخ په اوږدو يو خپلواک هېواد پاتې شوی دی.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که افغانستان له ستونزو سره مخ شي، د سيمې نور هېوادونه به هم اغېزمن شي.
هغه دا څرګندونې نن په چمن ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري جوړې شوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وکړې. اڅکزي وويل، دوی داسې مهال چمن ته راغلي چې «پر وطن د هرې خوا د بدمرغۍ وريځې خورې دي.»
نوموړي د چمن له اوسېدونکو سره د يووالي او ملاتړ ژمنه وکړه او زياته يې کړه، که د چمن خلک له ستونزو سره مخ وي او دی ورسره ونه درېږي، نو ځان به پښتون ونه ګڼي.
هغه وويل، د چمن د خلکو د حقونو او ګټو د خونديتابه لپاره به “قامي لښکر” جوړوي.
او هر کور به یو یو سړی د لښکر لپاره ورکوي د ده په خبره، دا به داسې ولسي ځواک وي چې د چا سپکاوی به نه کوي، بلکې د ولس او وطن ساتنه به کوي.
اڅکزي د سرحدي سوداګرۍ او تګ راتګ په تړاو د حکومت پر تګلارې نيوکه وکړه او ويې ويل، دا د منلو نه ده چې د تفتان له لارې دې سوداګري روانه وي، خو د چمن خلکو ته دې لارې تړلې وي. نوموړي غوښتنه وکړه چې د چمن اوسېدونکو ته دې د سوداګرۍ اسانتياوې برابرې شي او د دوی پر مخ دې تجارتي لارې پرانيستل شي.
هغه د اغزن تار په اړه هم خپل دريځ څرګند کړ او ويې ويل، دا تار د امريکا په غوښتنه لګول شوی دی. د ده په خبره، دوی به د دې اغزن تار پر ضد خپل احتجاج ته دوام ورکړي.
نوموړي همداراز له خلکو وغوښتل چې تذکرې جوړې کړي او په وياړ دې ښکاره کړي . ده وويل، د پاکستان ګڼ شمېر خلک دوه ګونی تابعيت لري، نو د چمن او پښتنو خلکو ته هم بايد د خپلو اسنادو او سوداګرۍ حقونه ورکړل شي.


