د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅو په لړ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ تهران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
د برتانیا خبري اژانس رویټرز د راپور له مخې، د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ویلي چې محسن نقوي په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
په دغو لیدنو کې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو، د جګړې د دوامدار پای او د سولې لپاره پر بېلابېلو وړاندیزونو خبرې شوې دي.
محسن نقوي داسې مهال بیا تهران ته رسېدلی چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب خبرداری ورکړی، که امریکا او اسراییل پر ایران بیا بریدونه پیل کړي، نو جګړه به د منځني ختیځ له سیمې بهر هم خپره شي.
سپاه پاسداران په خپل بیان کې ویلي، که پر ایران یرغل بیا تکرار شو، نو دا ځل به جګړه یوازې سیمه ییزه نه وي او د ایران غبرګون به سخت او ویجاړوونکی وي.
دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، که له ایران سره جوړجاړی ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا پر ایران برید ته اړ شي.
ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي وو چې هغه د ایران پر ضد د برید پرېکړې ته یوازې یو ساعت لرې و، خو وروسته یې دا اقدام وځنډاوه.
بلخوا د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي باقر قالیباف د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، امریکا غواړي له ایران سره جګړه یو ځل بیا پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې جګړه وروسته د اپرېل په ۸مه د اوربند تر اعلان وروسته درېدلې، خو دواړو خواوو لا هم خپلو ګواښونو او سختو دریځونو ته دوام ورکړی دی۔


