یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران: که امریکا بیا برید وکړي، جګړه به له منځني ختیځه بهر...

ایران: که امریکا بیا برید وکړي، جګړه به له منځني ختیځه بهر هم وغځېږي

ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا بیا برید وکړي، جګړه به یوازې د منځني ختیځ تر سیمې محدوده پاتې نه شي، بلکې نورو سیمو ته هم غځېدلی شي.

ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا بیا برید وکړي، جګړه به یوازې د منځني ختیځ تر سیمې محدوده پاتې نه شي، بلکې نورو سیمو ته هم غځېدلی شي.

ایران له دې وړاندې څو ځله ویلي وو چې د هر نوي برید په ځواب کې به هغه هېوادونه په نښه کړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي اډې لري، خو اوس یې اشاره کړې چې ښايي تر دې هم لرې هدفونه وولي.

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو په یوه بیان کې ویلي: «که د ایران پر ضد تېری بیا تکرار شو، هغه سیمه‌ییزه جګړه چې ژمنه یې شوې، دا ځل به له سیمې بهر هم پراخه شي.»

دغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، نوموړی یوازې یو ساعت د دې پرېکړې څخه لرې و چې پوځي عملیات بېرته پیل کړي، خو وروسته یې دا اقدام وځنډاوه.

د پاکستان په منځګړیتوب د اوربند لپاره د «اپرېشن ایپک فیوري» له درولو شپږ اوونۍ تېرې شوې، خو د جګړې پای ته رسولو خبرې تر ډېره بریده لا هم له خنډ سره مخ دي.

ایران روانه اوونۍ امریکا ته نوې طرحه وړاندې کړې، خو په ښکاره دریځ کې یې بیا هم هماغه شرطونه تکرار کړي چې ټرمپ مخکې رد کړي وو.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا تهران ته رسېدلی او پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو په لېږد کې مهم رول ترسره کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه