د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر ویلي، هغه دښمن ځواکونه چې د لاسپوڅو ډلو، منفي تبلیغاتو او درواغجنو خبرونو له لارې د پاکستان د پرمختګ د زیانمنولو هڅه کوي، هېڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې له مخې، فیلډ مارشل عاصم منیر د کوټې پوځي مرکز ته سفر وکړ، چېرته یې هرکلی د کوټې د قول اردو قوماندان وکړ.
هغه د پوځي قوماندې او سټاف پوهنځي کوټې زدهکوونکو افسرانو او ښوونکو ته د وینا پر مهال د یاد پوهنځي د مسلکي روزنې، وړتیا او لوړو تعلیمي معیارونو ستاینه وکړه. نوموړي د نوې ټېکنالوژۍ، په بېلابېلو ډګرونو کې د عملیاتو، د درې واړو پوځونو ترمنځ د همغږۍ او راتلونکو جګړهییزو ننګونو پر وړاندې د چمتووالي پر اهمیت ټینګار وکړ.
عاصم منیر وویل، د دې ادارې فارغ شوي افسران تل د خپلې غوره وړتیا او مسلکي ژمنتیا له امله پېژندل شوي دي. هغه افسرانو ته سپارښتنه وکړه چې د بدلېدونکو جګړهییزو حالاتو سره سم خپله او د خپلو سرتېرو دوامداره روزنه یقیني کړي.
د سفر پر مهال نوموړي په بلوچستان کې له مېشتو افسرانو او سرتېرو سره هم ولیدل او د امن، ثبات او د ریاست د واک د ټینګښت لپاره یې د هغوی د لوړ مورال، چمتووالي او مسلکي عزم ستاینه وکړه.
عاصم منیر زیاته کړه چې د پاکستان وسلهوال ځواکونه د ولس په بشپړ ملاتړ سره د هر ډول ترهګرۍ د ختمولو لپاره کلک هوډ لري. د هغه په وینا، د پاکستان پرمختګ د تبلیغاتو، درواغجنو خبرونو او یا د بهرنیو ملاتړو ترهګرۍ له لارې نه شي درول کېدای.
هغه وویل، دښمن ځواکونه به د ریاست د پیاوړتیا او د ولس د یووالي له امله بالاخره ناکام شي، او تلپاتې پرمختګ د ولسمحوره تګلارو، ښې حکومتولۍ او اغېزمنو امنیتي اقداماتو سره تړاو لري.
فیلډ مارشل د بلوچستان حکومت له لوري د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره ترسره شوې هڅې هم وستایلې او ویې ویل چې په صوبه کې د تلپاتې امن او ثبات لپاره د ولس هوساینه او ښه حکومتولي بنسټیز اهمیت لري.


