یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍمتحده عربي امارات: د تېلو د لېږد لپاره به د نوې پایپ...

متحده عربي امارات: د تېلو د لېږد لپاره به د نوې پایپ لاین پروژې چارې چټکې کړي

متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د تېلو د لېږد لپاره به د نوې پایپ لاین پروژې چارې چټکې کړي. د اماراتو هدف دا دی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د فجیرې بندر ته نوې پایپ لاین وغځوي او د تېلو صادرات دوه برابره کړي.

متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د تېلو د لېږد لپاره به د نوې پایپ لاین پروژې چارې چټکې کړي. د اماراتو هدف دا دی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د فجیرې بندر ته نوې پایپ لاین وغځوي او د تېلو صادرات دوه برابره کړي.

د دې پایپ لاین له بشپړېدو وروسته به امارات پر هرمز تنګي خپله تکیه هم کمه کړي او اړ نه وي چې خپل ډېری تېل د همدې تنګې سمندري لارې له لارې صادر کړي.

د ابوظبۍ ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید د ابوظبۍ ملي تېلو شرکت ته سپارښتنه کړې چې د لوېدیځ ـ ختیځ پایپ لاین پروژه ژر بشپړه کړي.

امارات اوس مهال د حبشان ـ فجیرې پایپ لاین له لارې هره ورځ شاوخوا ۱۸ لکه بېرله تېل لېږدوي. د همدې پایپ لاین په وسیله د عمان خلیج پر بندرونو خپل تېل صادروي، چې له امله یې بېړۍ د آبنای هرمز له لارې تېرېدو ته اړتیا نه لري.

د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې یوازې سعودي عربستان او متحده عربي امارات هغه هېوادونه دي چې د خپلو پایپ لاین پروژو له لارې د آبنای هرمز له بهر څخه د تېلو صادرات ترسره کوي. همداراز عمان ځکه چې د عمان خلیج پر غاړه موقعیت لري، کولی شي خپل صادرات دوامدار وساتي.

خو قطر، کویت، عراق او بحرین خپل ټول تېل د هرمز تنګي له لارې صادروي، له همدې امله دا هېوادونه تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه