د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي په پښتني او بلوچ سیمو کې د وروستیو محدودیتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت هېواد د بې ثباتۍ په لور بوځي.
اڅکزي په خپله وینا کې پر دوه ګونو سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، په داسې حال کې چې له هند سره پر پوله، په ځانګړي ډول د لاهور او واګې ترمنځ تجارت روان دی، خو په ټولو پښتني او بلوچ سیمو کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه محدودیتونه او ورسره یوځای د سیاسي فعالیتونو او د غونډو د حق مخنیوی، د خلکو ترمنځ د ناخوښۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.
دغه پاکستاني سیاستوال خبرداری ورکړ چې د داسې وضعیت دوام هېواد د یوې «خطرناکې کورنۍ جګړې» خواته بیولی شي، خو ټینګار یې وکړ چې دوی به په خپله کورنۍ جګړه پیل نه کړي. د هغه په وینا، د ولس په ملاتړ به د داسې بهیر پر وړاندې ودرېږي.


