د الجزيرې راپور له مخې، سپینه ماڼۍ وایي چې مرکچيان لا هم له ایرانیانو سره په خبرو بوخت دي. سپینې ماڼۍ ادعا کړې چې ایرانیان د جګړې په جریان کې «د خپل مشرتابه وضعیت په سمولو کې له ستونزو سره مخ دي.»
امريکايي رسنيو ته په یوه بیان کې د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کيلي ویلي، چې ټرمپ به یوازې له ایران سره داسې هوکړه وکړي چې «د امریکا ملي امنیت ته لومړیتوب ورکړي.»
د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ایران ته ګواښ وکړ چې «ژر هوښیار شي» او د اټومي مسایلو په اړه یو تړون لاسلیک کړي.


