چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشبانه محمود: انګلستان د افغان کډوالو د اخراج په اړه د افغانستان...

شبانه محمود: انګلستان د افغان کډوالو د اخراج په اړه د افغانستان اوسني حکومت سره خبرې کوي

د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې شابانه محمود ویلي، دا هېواد د افغان کډوالو د اخراج په اړه د طالبانو سره د خبرو اترو احتمال نه ردوي. دغه څرګندونې هغې وروسته وکړې چې راپورونه خپاره شول چې ځینې اروپایي هېوادونه غواړي له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته استولو په اړه خبرې وکړي.

 

محمود زیاته کړې، انګلستان اوسمهال د نورو هېوادونو اقدامات له نږدې څاري او د اروپایي هېوادونو یا نورو شریکانو سره همکاري کوي. نوموړې وویل: «زه دا نه وایم چې دا به وشي یا نه شي، خو دا موضوع له نږدې څارو.» هغې دا هم وویل چې د حکومت دننه بحثونه روان دي، خو د اضافي جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

 

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، افغانستان د بشري حقونو لپاره «هدیره» بلل شوې او طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي. د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې نږدې ۳۰ زره افغانانو د انګلستان پناه غوښتې ده.

 

د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې، ۶۳۶۰ افغانان د کوچنیو کښتیو له لارې انګلستان ته رسېدلي چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه ډېره ده. د انګلستان حکومت لا هم طالبان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني، چې دا کار د کډوالو د بېرته استولو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

 

د کډوالۍ ضد سیاستونو د پیاوړتیا لپاره، د انګلستان کورنیو چارو وزیرې تازه له فرانسې سره د درې کلن ۶۶۲ میلیونه پونډه تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به فرانسوي پولیس هر کال سلګونه کډوال له خپلو ساحلونو لرې کوي. د حکومت پر دغه سیاستونو بشري حقونو ډلې سخت انتقادونه کړي او دا یې د افغانانو له پاره خطرناک ګام بللی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه