د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن د (اپريل، ۲۴مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څخه تلیفوني خبرې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر له مخې، دواړو خواوو د سیمه ایزو پرمختګونو، اوربند او د امریکا او ایران د ښکیلتیا په شرایطو کې د اسلام آباد لخوا د روانو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ایزې سولې او ثبات د ژر تر ژره پرمختګ لپاره د پاتې مسلو د حل لپاره د دوامداره خبرو اترو او ښکیلتیا اهمیت ټینګار وکړ.
ياد وزارت د خبر له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزیر، په دې برخه کې د پاکستان د دوامداره او رغنده اسانتیا رول ستاینه وکړه، او دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په نږدې تماس کې پاتې شي.


