د کریک انفو د کرکټ ویب پاڼې په وینا، د محمد نواز دا ډوپ ټیسټ د سږ کال د شل اوريزو نړیوال جام په جریان کې ترسره شوی و.
د پاکستان کرکټ بورډ وروسته له هغه تحقیقات پیل کړل چې د ټولچاری محمد نواز د «تفریحي درملو» لپاره مثبت ازموینه وشوه.
د پاکستان کرکټ بورډ ویاند د چهارشنبې په ورځ کریک انفو ته وویل چې د کرکټ نړیواله شورا «آی سي سي» په دې اړه د پاکستان کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ تحقیقات پیل کړي دي.»
د پاکستان کرکټ بورډ ویاند په وینا، «د تحقیقاتو پایلې به نن (چهارشنبه) ICC خبره شي. د کریک انفو د دې مسلې له امله، د انګلستان د سوري کاونټي کرکټ کلب سره د «T20» بلاسټ لوبې کولو لپاره د محمد نواز قرارداد لغوه شوی دی.
محمد نواز لا دمخه د دې ټورنمنټ د لوبولو لپاره د «PCB» څخه «NOC» ترلاسه کړی و. سوري باید پدې اونۍ کې د محمد نواز لاسلیک اعلان کړي.
۳۲ کلن محمد نواز د پاکستان لپاره ۹۸ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي دي. په نړیوال جام کې یې په اوو لوبو کې ۱۵ منډې ورکړې او اووه ویکټې یې واخیستې.


