اسماعيل بقايي: ایران له جنګ څخه نه ویرېږي، د سولې په نوم جنګ څخه ویریږی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي د شعر په بڼه یو بیان د ټولنيز رسنيو په اېکس پاڼه خپور کړي، نوموړي امریکا ته په اشاره د سعدي شیرازي شعر لیکلی:
ډېر داسې څوک شته چې د ورځې د سولې آيتونه لولي
خو چې شپه شي، پر ويدو لښکرو يرغل ور وړي.
نوموړي دغه شعر د سعدي شيرازي د ياد ورځې په وياړ لیکلی، اسماعيل بقايي وايي سعدي د ايران د تمدن، ادب او کلتور يوه له ځلانده څېرو څخه دی، هماغه دی چې په خپل لرليد او دوراندېش منطق يې ويلي؛ د بقايي له لوري نشر شوي شعرونه پښتو ژباړه:
د جنګ له بداندېشه مه وېرېږه
د سولې په اوازه کې ترې ډېر وېرېږه
ډېر داسې څوک شته چې د ورځې د سولې آيتونه لولي
خو چې شپه شي، پر ويدو لښکرو يرغل ور وړي
پټه جګړه دې بايد جوړه کړې وي
چې دښمن ناڅاپه درنه تاخت نه راوړي
احتياط د کارپوهانو او هوښيارانو کار دی


