دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي :له پاکستان سره مثبتې خبرې شوې، واړه اختلافات به د...

متقي :له پاکستان سره مثبتې خبرې شوې، واړه اختلافات به د پرمختګ خنډ نه شي

ویب ډیسک

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي ویلي دي چې له پاکستان سره تر اوسه مثبتې او رغنده خبرې شوې دي او هیله څرګنده کړې چې کوچني اختلافات به د دې پروسې په پرمختګ کې خنډ رامنځته نه کړي.

ده دا څرګندونې په کابل کې د چین د سفیر ژاو شینګ سره د لیدنې پر مهال وکړې، چې په کې دوه اړخیزه همکاري، سیمه‌ییز وضعیت او د چین په ارومچي ښار کې روانې خبرې اترې وڅېړل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په وینا، ملا امیر خان متقي د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او د ارومچي د خبرو کوربه توب او آسانتیاوې برابرولو لپاره یې د چیني چارواکو مننه وکړه. هغه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو له لوري د منځګړتوب هڅې هم وستایلې.

وزیر خارجیه وویل چې تر اوسه شوې خبرې هڅوونکې وې او تمه لري چې د کوچنیو تشریحاتو یا اختلافاتو له امله د مذاکراتو بهیر متاثره نه شي.

په همدې موقع کې د چین سفیر ژاو شینګ د ارومچي د خبرو په اړه تازه معلومات وړاندې کړل او وویل چې هیواد یې هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړولو پروسه پرمخ یوسي او دا بهیر پر غیرجانبداره او همکارۍ اساس روان دی.

هغه زیاته کړه چې د سیمه‌ییزې جغرافیايي او سیاسي وضعیت په پام کې نیولو سره ضروري ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باور، ښه نیت او بې کشش اړیکې وده ومومي.

د لیدنې په پای کې ملا امیر خان متقي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت دریځ دفاعي دی او د خپلو حدودو ساتنه یې مسلمه حق ګڼي، خو په متقابل احترام او تفاهم باندې د مذاکراتو د دوام باور لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه