یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيحلاله روزي تر فشار لاندې؛ د یو ځوان د خر ګاډي کیسه

حلاله روزي تر فشار لاندې؛ د یو ځوان د خر ګاډي کیسه

 

لیکنه: داودجبارخیل

د ښار په یوه څنډه کې یو ساده د خرو ګاډی ولاړ وي، خو تر شا یې د ټولنیز عدالت، فقر او اداري فشار یوه ژوره کیسه پرته ده.

دا ځوان هر سهار د حیات اباد له کورونو کثافات راټولوي. د کثافاتو له منځه کباړ بېلوي، د سبزیو او مېوو پاتې شوني خپلو څارويو ته ورکوي او د ورځې په پای کې له همدې لارې د خپل ژوند لګښت برابروي. د هغه په وینا، دا کار د انتخاب نه، بلکې د مجبوري نتیجه ده.

نوموړی، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي:

“موږ نه سوال کوو او نه له چا څه غواړو، یوازې کار کوو چې حلاله روزي پیدا کړو.”

د ښار په منظم او ښکلو کوڅو کې د کثافاتو راټولول اسانه کار نه دی. د دوړو، بدبویۍ او ستړیا تر څنګ، تر ټولو لویه ستونزه د فشار او بې‌باورۍ احساس دی.

کله چې ترې وپوښتل شول چې پولیس یې نه ځوروي، په موسکا یې ځواب ورکړ:

“پولیس هېڅکله نه دي راغلي.”

خو هغه ادعا کوي چې د ښار د ادارې ځینې څار ټیمونه کله ناکله ترې د پیسو او حتی د څارويو غوښتنه کوي. د هغه په وینا، یوه ورځ تر دوی د پنځو لکو روپیو غوښتنه شوې وه.

هغه وايي:

“موږ ټول شپانه سره راټول شو او پیسې مو برابرې کړې، خو بیا یې هم دوه پسونه یوړل.”

د دغو ادعاوو په اړه د اړوندو ادارو رسمي تایید نه دی شوی، خو ورته شکایتونه مخکې هم د ښار په بېلابېلو سیمو کې راپور شوي دي.

ماښام چې لمر ورو ورو پټېږي، ځوان خپل د خرو ګاډی د رنګ روډ تر پله لاندې دروي او د ورځې راټول شوي پاتې شوني خپلو څارويو ته ورکوي. د ده په وینا، همدا څاروي د ده د راتلونکي هیله ده.

د ورځې ستړیا یې په مخ ښکاري، خو په سترګو کې د سبا هیله ژوندۍ ده. هغه پوهېږي چې سبا به بیا هم همدا کار کوي—کثافات به راټولوي، کباړ به بېلوي او د ژوند د دوام لپاره به مبارزه کوي.

د سیمې یو اوسېدونکی، چې د دې ځوان کار هره ورځ ویني، وايي دا ډول کارګران د ښار د صفایۍ په غیر رسمي نظام کې مهم رول لري.

هغه زیاتوي: “دا خلک د ښار خدمت کوي. که دوی نه وي، کثافات به ډېر شي. اړتیا ده چې ورسره د قانون له مخې همکاري او ملاتړ وشي.”

د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، د ښار په غیر رسمي اقتصاد کې دا ډول کارګران مهمه ونډه لري. د هغوی په وینا، دا کارګران د کثافاتو د بیا کارونې یا ریسایکلنګ بهیر پر مخ وړي او د ښاري صفایۍ له سیستم سره مرسته کوي، خو د واضح قانوني چوکاټ نشتوالی د دې لامل کېږي چې ډېر وخت له اقتصادي فشار او اداري ستونزو سره مخ شي.

دا د یو ځوان کیسه ده، خو په حقیقت کې د هغو زرګونو خلکو کیسه هم ده چې د ښار په څنډو کې د حلالې روزۍ لپاره مبارزه کوي. د هغوی غږ ډېر وخت نه اورېدل کېږي، خو د ښار ژوند له همدې خاموشو کارګرو روان دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه