دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي: جګړه به کله پای ته رسېږي، دا پرېکړه به موږ...

ایران وايي: جګړه به کله پای ته رسېږي، دا پرېکړه به موږ کوو.

ویب ډیسک

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې د پای په اړه د خبرو په ځواب کې ویلي دي: «جګړه به کله پای ته رسېږي، دا پرېکړه به موږ کوو.»

د سې شنبې په ورځ د پاسداران انقلاب ویاند علي محمد ناییني وویل چې دوی چمتو دي په هرمز تنګي کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره مخامخ شي. هغه همدارنګه په سیمه کې د تیلو د لېږد د خوندي ساتلو پر خپل هوډ بیا ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «که د امریکا او اسراییلو بریدونه روان پاتې شي، نو تهران به اجازه ور نه کړي چې له سیمې څخه د تیلو یو څاڅکی هم بهر ته ولېږدول شي.»

دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې له ایران سره جګړه به لنډه موده ولري. هغه دا هم ویلي وو چې جګړه د پای پر لور روانه ده، خو ښايي په همدې اونۍ کې پای ته ونه رسېږي.

ټرمپ د فلوریډا ایالت کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جګړې تر ټولو لوی خطر د پیل په لومړیو ورځو کې و. هغه ټینګار وکړ چې پوځي عملیات به تر هغې روان وي چې دښمن په بشپړه او پرېکنده توګه مات شي.

د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری هم ورکړ چې که د تیلو په رسولو کې خنډ جوړ کړي، نو له ستر برید سره به مخ شي. هغه وویل:

«زه به داسې نظام ته اجازه ور نه کړم چې نړۍ یرغمال کړي او د تیلو د رسولو لاره بنده کړي. که ایران داسې وکړي، نو له ډېر سخت ګوزار سره به مخ شي.»
په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د تیلو بیې لوړې شوې دي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم وویل: «د هرمز تنګی به خوندي وي.» هغه زیاته کړه که اړتیا پېښه شي، نو امریکايي ځواکونه به په دې تنګي کې د بېړیو څارنه او بدرګه هم وکړي.

د معلوماتي او څېړنیزو ډلو د راپور له مخې، د فبرورۍ پر ۲۸مه پر تهران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته، کله چې ایران دا مهمه سمندري لاره وتړله، په هرمز تنګي یا د هغې شاوخوا کې نږدې لس بېړۍ په نښه شوې دي.

د جګړې له پیل راهیسې د یوې اوونۍ پرله‌پسې بریدونو له امله د هرمز تنګي له لارې سمندري تګ راتګ نږدې په بشپړه توګه درېدلی دی، حال دا چې دا لاره د تیلو او نورو توکو د لېږد لپاره له مهمو نړیوالو لارو څخه ګڼل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه