یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکراچۍ کې د امریکا ضد احتجاج کوونکو باندې ډزې شوې لکبله يي...

کراچۍ کې د امریکا ضد احتجاج کوونکو باندې ډزې شوې لکبله يي شپږ کسان وژل شوي

ویب ډیسک

د ایران د ستر رهبر آیت‌الله علي خامنه‌اي د مړینې له تایید وروسته، په بېلابېلو هېوادونو کې د هغه پلویان او د شیعه مکتب فکر پورې تړلي کسان سخت خواشیني دي، او له ګڼو هېوادونو څخه د امریکا د سفارتونو او قونسلګریو مخې ته د احتجاجونو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې مظاهره‌چیان هڅه کوي چې ګرین زون ته ننوځي، هغه سیمه چې د امریکا سفارت پکې موقعیت لري.

په کراچۍ ښار کې ځینو قهرجنو کسانو پر امریکایي قونسلګرۍ برید کړی، ودانۍ ته دننه شوي او هلته یې  تاوان اړولی دی. د ډزو په پایله کې لږ تر لږه د شپږو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د مجلس وحدت مسلمین ویاند ویلي چې دا یو ولسي احتجاج و، چې عام خلک د یوې مذهبي څېرې د وژل کېدو په غبرګون کې د امریکایي قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو، او ادعا شوې چې له دننه څخه هم پر هغوی ډزې شوې دي.

له بلې خوا، د ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار د امریکایي قونسلګرۍ مخې ته د احتجاج په اړه له پولیسو څخه تفصیلي راپور غوښتی دی.

ایالتي  وزیر داخله ویلي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، او هغه عناصر چې امن او نظم ګډوډوي، پر ضد به یې د قانون له مخې اقدام وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه