ویب ډیسک
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د جناټن تراټ کاري موده رسماً بشپړه شوې ده.
ټراټ د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې راهیسې د افغان لوبډلې مشر روزونکی و او په دې موده کې یې د لوبډلې د تخنیکي پیاوړتیا، ذهني چمتووالي او نړیوالو سیالیو لپاره د منظمې ستراتېژۍ په جوړولو کې مهم رول ولوبوه.
کرېکټ بورډ ویلي، د هغه تر روزنې لاندې افغان لوبډلې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې تاریخي بریاوې خپلې کړې او د نړیوال کرېکټ په ډګر کې یې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړ.
افغانستان کرېکټ بورډ د نوموړي د مسلکي چلند، ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ټراټ د افغان کرېکټ پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
بورډ همدارنګه له هغه څخه د افغانستان له کرېکټ سره د صادقانه همکارۍ او مینې له امله مننه کړې او په راتلونکي کې یې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.
په ورته وخت کې د ملي لوبډلې لوبغاړو او ګڼو افغان مینه والو هم د ټراټ له کاري مودې خوښي څرګنده کړې ده.
د لوبغاړو په وینا، نوموړي نه یوازې تخنیکي لارښوونه کوله، بلکې په هر بهرني سفر او سیالیو کې یې د لوبډلې تر څنګ ولاړ و او د بریا لپاره یې بې ساري هڅې کولې.
ډېری افغانان باور لري چې د ټراټ ونډه د افغان ملي لوبډلې د وروستیو بریاوو او نړیوال اعتبار په لوړولو کې مهمه او نه هېرېدونکې ده.


