یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشمالي وزيرستان کې دويم ځانمرګی برید ،شپږ پاکستاني سرتیري ژوبل شوي

شمالي وزيرستان کې دويم ځانمرګی برید ،شپږ پاکستاني سرتیري ژوبل شوي

ویب ډیسک

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په غلام خان سیمه کې پر موټرسایکل سپاره ځانمرګي د پاکستاني پوځ د چټک غبرګون قطعه په نښه کړې چې له امله یې شپږ پاکستاني پوځیان ژوبل دي او د درو حالت نازک ښوول شوی دی.

دا برید چې (شنبه، د جون ۲۸مه ) ترسره شوی، د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې یې مسوولیت منلی دی او ویلي یې دې چې پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

همدا راز، د شمالي وزیرستان په میرعلي کې هم د پاکستان د پوځ د ماین پاکونې پر ډلګۍ ځانمرګی برید شوی و چې له امله یې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو او د ملکیانو په ګډون ۲۹ تنه نور ژوبل وو.

بل لور ته، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر دې برید وروسته یې په سیمه کې تصفیوي عملیات کړي او شاوخوا ۱۴ طالبان یې وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی او له هغه له همدې ځایه بریدونه پلانوي.

د پاکستان حکومت وایي چې د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر ګل بهادر په خوست کې میشت دی. همدا راز، پاکستان تر دې وړاندې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو میشت مشران ونیسي او ورته ویې سپاري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه