سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا دفاع وزیر ،افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو په نوم...

امریکا دفاع وزیر ،افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو په نوم حضور درلود ،قرباني امریکا ورکړه

ویب ډیسک

د امریکا دفاع وزیر پيټ هیګسټ د کانګرس د وسله والو خدمتونو کمېټې غونډې ته د افغانستان د جګړې پر مهال د ناټو متحدینو له خوا د ورکړل شویو قربانیو په اړه څرګندونې کړې دي.

 

هیګسټ وايي، د امریکا په مشرۍ افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو په نوم حضور درلود او څومره قرباني چې امریکا ورکړې، د ناټو ځینو غړو نه ده ورکړې.

 

هغه مشخصاً د ناټو ځینو غړو هېوادونو نومونه نه دي نه دي یاد کړي.

 

د ډېموکرات سناتور، کریس کونز د دې کمېټې په ناسته کې د پيټ هیګسټ څرګندونې سختې غندلې دي او هغه یې تورن کړی، چې د افغانستان جګړه کې د متحدینو په قربانیو سترګې پټوي.

 

نوموړي ویلي، چې د سپټمبر له پېښې وروسته د ناټو پنځمه ماده فعالېدل او د متحدینو ګډ حضور د امریکا ترڅنګ د قربانیو ښکاره ثبوت دی.

 

خو هیګسټ پر خپل دریځ درېدلی او ټینګار کړی، چې خپلو متحدینو ته ارزښت ورکوي، خو د افغانستان په جکړه کې تر ټولو زیات او اصلي بار د امریکا په اوږو و.

 

د افغانستان جګړې په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ ولسمشر ټرمپ وویل چې امریکا په افغانستان کې داسې جنګېده، لکه د بریا نیت چې نه لري.

 

که څه هم د امریکا په مشرۍ ناټو ائتلاف افغانستان کې شل کاله جګړه او د ترهګرۍ ضد مبارزې ترڅنګ یې د مرکزي نظام جوړلو هدف درلود، خو ونه توانېدل او د دوحې تړون له مخې یې افغانستان طالبانو ته وسپاره.

 

د جګړې کارپوهان وايي، د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو جګړه افغانستان کې د هغه هدف لپاره بریالۍ نه شوه چې ژمنه یې شوې وه – جنګي جنایتونه ترسره شول او سلګونه زره بې ګناه افغانان ووژل شول.

 

طالبان ادعا کوي، چې د امریکا په مشرۍ ناټو یې د جګړې له لارې ماته کړې ده، خو د دواړو لوریو ترمنځ د دوحې تړون چې پټې ضمیمې هم لري، پر دې شوی و، چې امریکايي ځواکونه به ظاهراً خپل حضور ختموي.

 

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو سره سم د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پای کې له افغانستان ووتل او دغلته شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد.

 

# #Afghanistan #NATO #USA #ISAF

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه