ويب ډيسک
د پاکستان بهرینو چارو وزارت وايي، د چین په کوربه توب په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غیر رسمي ناسته شوې ده.
دې ناسته کې طالبانو بهرنیو چارو وزیر سربېره، درې واړو خواوو د سیمه ییز امنیت او د اقتصادي اتصال د ودې لپاره د درې اړخیزې همکارۍ میکانېزم مهم بللی دی.
د پاکستان خارجه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې غونډه کې د ډيپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا د خبرو ترڅنګ د سوداګرۍ او زیربنايي پروژو برخه کې پر عملي ګامونو اخیستلو ټینګار شوی دی.
بل خوا ویل شوي چې د طالبانو، چین او پاکستان په دې ناسته کې د چین یو کمربند یوه لار پروژې او افغانستان ته د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یا CPEC پر غځولو هوکړه شوې ده.
څو ورځې وړاندې د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، چې که څه هم هېوادونه د طالبانو تر چتر لاندې افغانستان سره د اقتصادي پروژو ژمنې کوي، خو دا هېوادونه پوهېږي، چې خپلې زېربنايي او د انرژۍ پروژې باید د طالبانو واک کې ور نه کړي.
ښاغلي صالح ټينګار کړی و، چې د طالبانو په حاکمیت کې به هېوادونه په ځانګړې توګه چین دا پروژې هېڅکله عملي او بشپړې نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بیجینګ غونډه کې پرېکړه شوې چې د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ۶مه غونډه په نږدې راتلونکې کې کابل کې ترسره شي.
دا درې اړخیزه ناسته داسې مهال ده چې له دې وړاندې په کابل کې د طالبانو په کوربه توب د افغانستان، چین او پاکستان پر ډيپلوماټیکو اړیکو او سیمه ییز ثبات هم خبرې شوې دي.
# #Afghanistan #China #Pakistan


