یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ایران او امریکا تر منځ د خبرو څلورم پړاو نن پيلیږي

د ایران او امریکا تر منځ د خبرو څلورم پړاو نن پيلیږي

ویب ډیسک

د عمان د بهرنيو چارو وزارت تایید کړې چې نن د دغه هېواد په کوربتوب باندې په پلازمېنه مسقط ښار کې د ایران او امریکا د مذاکراتو څلورم پړاو پيلېږي.

 

بدر بوسعیدي پر خپل اېکسپاڼه ليکلي چې تر هر اړخیزې همغږۍ وروسته ټاکل شوې چې نن د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مسقتيمو مذاکراتو څلورم پړاو په دغه هېواد کې پيل شي.

 

بلخوا د ایران د بهرنيو چارو وزیر سید عباس عراقي هم د دغو مذاکراتو پيل تایید کړی دی.

 

هغه ويلي د مذاکراتو د ځای او وخت پرېکړه به کوربه هېواد عمان کوي: «عماني دوستانو موږ ته د یکشنبې ورځ وړاندیز کړی و چې موږ ورسره منلې وه؛ نو ښکاره ده چې بل اړخ (امریکا) څخه به هم د وخت معلومات غوښتل کېږي، نو چې توافق شوی وي موږ حاضر يو.»

 

د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقيمو خبرو اترو لړۍ په عمان کې پيل شوې وه چې دوه لړۍ په عمان او يوه يې د ايټالیې په روم ښار کې ترسره شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه